د باجوړ ضلعې تر ټولو لوے سړک په چنده رغيږي

د باجوړ ضلعې مشران او د اپوزيشن ګوندونو سياست دانان وائي په سيمه کښې د ترقۍ کارونو نه کېدو له وجې د ضلعې تر ټولو لوے سړک په چنده رغيږي۔

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې د جماعت اسلامي غړے سراج  خان وائې مقامي اولس د ضلعې انتظاميې په مرسته په دغه سړک کار شروع کړے  او د مامد ګټ نه تر منډې پورې غځېدلي دوۀ پنځوس کلو ميړه سړک څه برخې ئې په چنده جوړي کړي او په نور د رغونې کار روان دے۔

سراج خان وئيلي دا د باجوړ لوے سړک دے او له ډېر وخته پکې کنډي کپرې جوړي شوي چې له وجې ئې مقامي خلک د ستونزو سره مخ ؤ له دې وړاندې د عنايت کلي سړک هم په دې طريقه جوړ شوے دے۔

بلخوا د باجوړ ډپټي کمشنر وئيلي دا سړک په چنده نه بلکې په قانوني عمل جوړيږې او دا  چې د سړک جوړيدو لپاره ئې د ځېنو کاروباري خلکو نه مرسته اخستے ده هغه وائې دغه کاروباريان په دې سړک ګاډي چلوي چې له وجې ئې سړک خراب شوي نو ځکه ئې ترې مالي مرستې غوښتي دي۔

دي نه علاوه د باجوړ اپوزيشن سياست دانانو په حکومت د نيوکو سره وئيلي حکومت د ضم شوو ضلعو د ترقۍ لپاره يواځې اعلانونو کوي خو په عمل کښې ئې د اولس په چندو سړکونو جوړيږي۔

Show More

Related Articles