جنوبي وزيرستان کښې کړمه سپورټس سټيډيم پرانسته شوې

جنوبي وزيرستان لدها تحصيل د اووه ملين روپو په لګښت کړمه سپورټس سټيډيم پرانسته شوي ده۔

د جنوبي وزيرستان آئي جي ايف سي ميجر جنرل اظهر اقبال عباسي د دي سټيډيم په باقاعده توګه افتتاح کړي ده۔

څرګنده دي وي چي د ترهه ګرۍ او ويري علامت ګڼلو لدها تحصيل کړمه کلي کښي د تيرو درے کالو راهسي تاريخي امن راتلو روسته کړمه سپورټس سټيډيم کښې تيرو څو کالو نه د حکومتي مرستي بغير د سيمي ځوانانو او مشرانو هر کال کرکټ ټورنامنټ تابيا کړي ولي د کال دوه زره پنځه نه تر کال دوه زره اوولس پوري د ترهه ګرې له وجي کړمه سپورټس سټيډيم شاړ پروت ؤ۔

سږکال د پاک فوځ او د سيمي ځوانانو په کوششونو کړمه سپورټس ګراونډ په عملي توګه سپورټس سټيډيم کښي بدل شوے او د سيمي ځوانانو ته د کور په درشل خپل صلاحيتونه رامخے ته کيدو موقع ميلاو شوې ده۔

د علاقائي ځوانانو او مشرانو وينا ده چي د پاک فوځ په مرسته سټيډيم جوړ کړي شوي دي کومي سره به چي په مقامي کچ ټيلينټ رامخے ته کيږي ۔حکومت له پکار دي چي کړمه سپورټس سټيډيم نور هم جديد کولو لپاره فنډ په فوري توګه جاري کړي چي دغه شان د وزيرستان ذهين ماشومانو د کور په درشل د ملک وقام نوم روښانه کولو کښې خپل کردار ولوبوي۔

Show More

Related Articles