امريکې راؤ انوار د بشري حقونو خلاف وزري کونکو فهرست کښې شامل کړے

امريکې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب الله محسود او نور څلور سوۀ کسانو په قتل کښې تورن  ملير پخوانے اېس اېس پي راؤ انوار د انساني حقونو خلاف وزري کونکو فهرست شامل کړے او په هغه ئې بندېز لګولے دے۔

د امريکا د خزانې محکمې لخوا د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع اعلاميه جاري شوې چې پکښې د خزانې وزارت ترمخه د شپږ بېلا بېلو ملکونو په اتلس کسانو معاشي بندېزونه لګولے شوے چې پکښې د راؤ انوار نوم هم شامل دے۔

د اعلاميے ترمخه د کراچۍ ملير ضلعې په پخواني ايس ايس پي راؤ انوار د انساني حقونو د سنګين خلاف وزيو په تور دغه بندېز لګولے شوے دے۔

اعلاميه کښې وئيل راؤ انوار د يو شمير مبينه جعلي پولېس مقابلو ذمه وار دے او هغه شاوخوا لس کم دوۀ سوه جعلي پولېس مقابلے کړې چې پکښې د راؤ انوار په لاسو د جنوبي وزيرستان نقيب الله محسود پشمول څلور سوه کسان وژل شوي دي۔

د بندېز د اعلان ورسته به د دغه اتلس کسانو په امريکا کښې موجود اثاثے منجمد شي او امريکائي وګري به هم د دوي سره څه ډول تجارتي لېن دېن نه ساتي۔

ياده دې وي راؤ انوار تېر کال د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د ملير په شاه لطيف ټاؤن کښې نقيب الله محسود د نورو درې کسان سره جعلي پولېس مقابله کښې وژلے ؤ ۔

Show More

Related Articles