افغانستان پخواني اولس حامد کرزئي نواز شريف صحت پوښتلے

د نوازشريف لندن رهائش ته په راتګ د هغه ځامنو حسن نواز او حسين نواز د پخوانې اولسمشر حامدکرزى هرکلې کړې

 د افغانستان پخوانى اولس مشر حامد کرزى لندن کښې د پاکستان پخوانى وزيراعظم نوازشريف سره ليده کاته کړى او د هغه د روغتيا پوښتنه ئې کړې۔

ميډېا رپوټونو ترمخه حامد کرزئي تيره ورځ لندن کښې د نوازشريف استوګنۍ ايون فيلډ ته ورغلے وو او وئيلي چي د ميا صيب روغ ليدو باندي خوشحاله يم۔

د نوازشريف لندن رهائش ته په راتګ د هغه ځامنو حسن نواز او حسين نواز د پخوانې اولسمشر حامدکرزى هرکلې کړې۔

نوازشريف سره ملاقات کښې د هغه ځامن ، رور شهبازشريف او په لندن کښې د افغانستان سفير هم موجود وو
ملاقات نه پس شهبازشريف سره په ګډه ميډيا سره خبرو کښې حامدکرزى اووئيل چې ډير خوشحاله شوم چې ميا صېب مې په روغ صحت اوليدو۔

ميا صېب سره مې ډيري ښي اړيکي دى کله چې هم زۀ پاکستان ته تلې يم يا هغه د افغانستان په دوره راغلې نو د زړۀ مينه مه نوره هم سيوا شوې۔

ياده دې وى چې د لاهور هائيکورټ او اسلام اباد هائيکورټ لخوا ضمانت ترلاسه کولو وروستو پخوانې وزيراعظم ميانوازشريف د علاج لپاره لندن کښې موجود دې ، حامدکرزى د نوازشريف سره ملاقات کړې او د هغه بيمارۍ او علاج معالجې په اړه ئې پوښتنه کړې۔

Show More

Related Articles