خارجه وزير شاه محمود قريشي ايران او سعودي عرب دوره باندي روان شوي

وزيرخارجه شاه محمودقريشي د ايران او سعودي په دوره روان شوے او په وړومبي فرصت کښې ايران ته تلے دے، شاه محمودقريشي به تهران کښې د ايراني هم منصب جوادظريف او نورو اعلي حکامو سره ملاقاتونه کوي

خارجه وزيرشاه محمود قريشي د ايران په دوره تلے دے، خارجه وزير به ايران کښې د خپل هم منصب جواد ظريف او نورو اعلي حکامو سره ليده کاته کوي ، ملاقات دوران به د مشرق وسطي او خليج کښې په کړکيچن صورتحال تبادله خيال کوي، ايراني حکامو ته به د پاکستاني قيادت خصوصي پيغام هم رسوي۔

وزيرخارجه شاه محمودقريشي د ايران او سعودي په دوره روان شوے او په وړومبي فرصت کښې ايران ته تلے دے، شاه محمودقريشي به تهران کښې د ايراني هم منصب جوادظريف او نورو اعلي حکامو سره ملاقاتونه کوي، ملاقات کښې به د ايران او امريکې ترمينځه روان کړکيچ ، د مشرق وسطې او خليج په صورتحال باندې تبادله خيال کوي،شاه محمودقريشي به د پاکستاني قيادت خصوصي پيغام ايراني مشرانو ته رسوي۔

روانېدو نه وړاندې وزيرخارجه وئيلي دي چې په خطه کښې د امن و سلامتۍ لپاره فوري او اجتماعي کوششونو ضرورت دے،پاکستان د تناؤ او کشيدګۍ کښې کمي راوستو لپاره د سفارتي ذرائعو په استعمال زور ورکوي، د ايران دورې نه پس به خارجه وزير سعودي عرب ته ځې،چرته چې به هغه رياض کښې د سعودې خارجه وزير او نور اعلي مشرانو سره ليدۀ کاتۀ کوي۔

د ايران دوري ورسته به  خارجه وزير ديارلسمه جنوري باندي تهران نه رياض په دوره روانيږي او هلته سعودي خارجه وزير ملاقات کوې۔

Show More

Related Articles