خارجه وزير ايران صدر حسن روحاني سره ملاقات کړے

خارجه وزير شاه محمود قريشي ايران ته په رسيدو صدر حسن روحاني سره ملاقات کړے او د ايران او امريکي کړکيج باندي د خبرو بدلون کړے۔

ميډيا رپوټونو ترمخه خارجه وزير شاه محمود قريشي امريکي او ايران کشاله کښې کمي راوستلو دپاره ايران په دوره دے او هلته ئي ايراني صدر سره ملاقات کړے، ملاقات کښې ايران، امريکي او پاکستان سره اړيکو باندي خبري شوي۔

خارجه وزير وئيلي دي چي د پاکستان ايران سره جور مذهبي، تاريخې او کلتوري اړيکي دي او دا چي پاکستان ايران سره تعلقاتو ته اهميت ورکوې، دوي اوئيل چي د ايران او امريکي کشيدګي صلاح مشوري سره حل کولو ضرورت دے او پاکستان به کله هم منتقه کښې د جنګ برخه نه جوړيږي۔

ياده دے وي چي شاه محمود قريشي د وزيراعظم عمران خان په خصوصي هدايت باندي باهر ملکي دوره وتلي دے چرته چي به اوس تهران نه پس نن د سعودي عرب په دوره روانيږې۔

Show More

Related Articles