افغان طالبانو امريکي جنګ بندي وړانديز ورکړي

سنئير طالب مشر د نامي نه ښودلو په شرط وئيلي دي چي د جنګ بندي وړانديز به د يوې هفتي يا لسو ورځو دپاره وي

افغان طالبانو افغانستان کښې په عارضي توګه باندي جنګ بندي په اړه وړانديزونو باندي مشتمل دستاويزات امريکي ته ورکړيدي۔ ميډيائي رپوټونو ترمخه افغان مزاکراتي عمل نه خبر يو طالب مشر وئيلي دي چي طالبانو د عارضي جنګ بندي پحقله دستاويزات د امريکي مزاکرات کونکي استازي زلمي خليل زاد ته حواله کړي۔

رپوټونو کښې وړاندي وئيلي شوي سنئير طالب مشر د نامي نه ښودلو په شرط وئيلي دي چي د جنګ بندي وړانديز به د يوې هفتي يا لسو ورځو دپاره وي۔

د افغان طالبانو د لوري د جنګ بندي دے وړانديز ته افغانستان کښې د امن معاهدي دپاره د لاري هواري په توګه باندي ليدل کيږې، د کومي د لاري به امريکا افغانستان کښې د اتلس کالو راهسي روان جنګ ختم کړې او ديارلس زره نه سيوا فوځ به خپل ملک ته بيرته بوځي۔

رپوټونه وائي چي د افغان طالبانو د لوري د جنګ بندي په وړاندي باندي مشتمل تحريري دستاويزات تيرو ورځو کښې زلمې خليل زاد ته د قطر دوري پرمهال ورکړے شوي وو۔

افغان امن عمل کښې غوره والي باندي د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي امريکي او افغانستان ترمينځ مزاکرات روان دي، او پاکستان غواړي چي خبري اتري مخ وړاندي لاړي شي او دا چي پاکستان دے عمل کښې خپل زړه پوري هسي دوام داري ساتي۔

شاه محمود قريشي وړاندي وئيلي دي چي پاکستان، افغانستان او منتقه کښې امن کلاري ډير ضرورت دے۔

دوي اوئيل چي دے لړ کښې ډيره غوره پيش رفت شوي او متشدد رويو کښې چي د کمي کومه غوښتنه وه هغي باندي طالبانو خوښي ښکاره کړے۔

Show More

Related Articles