“امريکي سره خبرو اترو مقصد د معاهدي دپاره نيټه ټاکل دي” طالبان

افغان طالبانو وئيلي دي چي افغانستان نه د امريکائي فوځيانو وتلو په عرض محفوظ ماحول جوړولو دپاره عسکري عملياتو کښې کمي باندي رضامند شوي دي او دا چي امريکي سره کيدونکي خبرو اترو مقصد د معاهدي دپاره نيټه ټاکل دي۔

د خبري اداري ډان رپورټ ترمخه قطر کښې د افغان طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وئيلي دي چي ‘مونږ امن معاهده باندي لاس ليک کيدو پورے دغه ورځو پورے عسکري عمليات کمي باندي اتفاق کړے‘۔

رپورټ ترمخه عسکري کاروايانو کښې د کمي مقصد غير ملکي فوځيان افغانستان وتلو دپاره محفوظ ماحول جوړول دي۔

سهيل شاهين وړاندي وئيلي دي چي د جنګ بندي څه معاهده نده شوي، ولي يواځي به عسکري کاروايانو کښې کمي راوستلے شي او دا د دوي استحقاق دے چي کله او کومو عسکري کاروايانو کښي کمي کوي او دا به صرف د باهر ملکي فوځونو دپاره نه وي بلکه پرتشدود کاروائي کښې کمي به د افغانستان او نورو ټولو ځواکونو دپاره وي۔‘

Show More

Related Articles