د طالبانو سينيئر کمانډر ملاعبدالمنان اخوند فضائي حمله کښي وژلے شوے

طالبانو د ملاعبد المنان وژنه يو لوئي ځيان بللے دے ولي وئيلي ئي دي چي دوي به په افغانستان د قبضي کولو کوشش جاري ساتي

په افغانستان کښې د امريکائي فضائي حملے کښې د طالبانو يو سينيئر کمانډرملا عبدالمنان اخوند وژلې شوے دے۔

د زريعو ترمخه افغانستان کښې طالبانو د خپل کمانډر د وژنې پخلے کړے دے او ويلي ئې دي چې ملا عبدالمنان اخوند د خالي په شپه په يو فضائي حمله کښې وژل شوے دے۔ طالبانو د ملاعبد المنان وژنه يو لوئي ځيان بللے دے ولي وئيلي ئي دي چي دوي به په افغانستان د قبضي کولو کوشش جاري ساتي۔

د افغانستان د خارجه وزارت وياند نجيب دانش خبري اداري اے ايف پي ته ويلي دي چې د ملا عبدالمنان وژنه د طالب جنګيالو لپاره لوې زيان دې او دې حملې سره به جنوبي افغانستان کښې موجود د طالبانو حوصلې ماتي شي۔

څرګنده دي وي چې وژلې شوې طالب کمانډر ملا عبدالمنان اخوند د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کښې د طالبانو ګورنر او پوځي مشر وو۔

Show More

Related Articles