د اماراتو ولې عهد د لنډې دورې ورسته بيرته روان شويدې

 د متحده عرب امارات ولي عهد پاکستان دورې اعلاميه جاري شويده. اعلاميه کښې وئيلي شوي چې وزيراعظم عمران خان  درې اربه ډالره مرسته  باندې د درون ميلمه مننه کړيده

 د متحده عرب امارات ولي عهد پاکستان دورې اعلاميه جاري شويده. اعلاميه کښې وئيلي شوي چې وزيراعظم عمران خان  درې اربه ډالره مرسته  باندې د درون ميلمه مننه کړيده۔

عمران خان او شيخ محمد بن زيد النهيان ترمينځه ون آن ون ملاقات کښې افغانستان کښې امن لپاره هڅو باندې اتفاق شوې او دوانړو مشرانو دفاع،سلامتيا او نورو مهمو چارو کښې روانو مرستو  باندې د اطمينان څرګندونه کړيده۔

د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد بن زيد النهيان پاکستان دورې وروستو جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د وزيراعظم عمران خان په بلنه د اماراتو امير د پاکستان يو ورځنې دوره کړيده  او وزيراعظم په نور خان ايئر بيس د يو اے اي ولي عهد تود هر کلې کړيدې

. شيخ محمد بن زيد النهيان او عمران خان ترميځه ون آن ون ملاقات شوې چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو،علاقائي اونړيوال اهميت پشمول نورو مهمو چارو باندې د خيالاتو بدلون شويدې.

اعلاميه دا هم ويلې شويدې چې وزيراعظم د ادائيګيانو توازن سپورټ لپاره د درې اربه ډالره امداد باندې د درون ميلمه شکريه هم ادا کړيده، او مخکښې وئيلي شوي چې ملاقات نه پس د پاکستان او يو اے اي ترميځه وفود په سطح مذاکرات هم شوي چې پکښې دوانړو فريقينو تاريخي اړيکو ته نوره وده ورکولو، دفاع او سلامتيا شعبو کښې روانې  مرستو باندې د اطمينان څرګندونه شويده

.مذاکراتو کښې افغانستان کښې امن لپاره په شريکه کوششونه کولو باندې هم اتفاق شوې او ولي عهد د کشمير صورتحال نه هم خبر کړې شويدې.دوانړو مشرانو ترهه ګري ختمولو لپاره په ګډه کار کولو باندې هم اتفاق کړې دې.اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چې راتلونکي مياشت کښې به ابو ظهبې کښې د پاکستان اور يو اے اي وزارتي کميشن اجلاس هم کيږي .

Show More

Related Articles