د افغانستان سرؤ زرؤ په درنګ کښې ديرش کسان مړۀ، دره آدم خيل کښې څوارلس مزدوران خوشي

د بدخشان د ګورنر وياند نيک محمد نظري ويلې چې مقامي اولس د مودو راهسې په دغه غير قانوني کاروبار کښې ککړ دي

د افغانستان په بدخشان ولايت کښې د سرو زرو درنګ په زمکه ننوتلې چې له وجې ئې ديرش کسان لاندې راتلو سره مړه شوي دي۔

د غيرملکي ميډيا ترمخه د افغانستان بدخشان ولايت په کوهستان ضلع کښې مقامي خلکو په درنګ کښې د سرو زرو لټون کولو چې دغه مهال پرې درنګ کېښناستلې دې او دوي ترې لاندې راغلي دي۔

د افغان چارواکو ترمخه د پيښې ورسته مقامي خلکو د ايکسيويټر له لارې ديارلس کسان بچ کړې په کومو کښې چې اووۀ کسان ژوبل شوي دي۔

د بدخشان د ګورنر وياند نيک محمد نظري ويلې چې مقامي اولس د مودو راهسې په دغه غير قانوني کاروبار کښې ککړ دي په کومو چې د حکومت هيڅ کنټرول نشته خو ولې بلخوا مقامي خلک وائې چې دغه درنګ د ډيرو بارانونو او وراورې وريدو سره وروست شوې ؤ نو ځکه کيښناستلې دې۔

بلخوا د پاکستان کوهاټ دره ادم خيل کښې د نامعلومه کسانو لخوا د سکرو په درنګ کښې کارکونکي څوارلس اغوا شوي کسان خوشي کړې شوي دي۔

د ذرائعو ترمخه د اغوا شوي کسانو تعلق د شانګلې سره ښودل شوې څوک چې د سکرو درنګ نه د مزدورۍ کولو په وخت اغوا شوي وو۔

ذرائعي وائې چې دغه اغوا شوي کسان د دره ادم خيل نه تيرۀ شپه اغوا شوي وو چوک چې نن د ډونګې په غرونو کښې خوشي کړې شوي او دا چې ملزمان په تيښته کښې کامياب شوي دي۔

Show More

Related Articles