افغان طالبانو د امن مزاکراتو ځې بدلولو غوښتنه کړيده

د ميډيا رپوټونو ترمخه د مغريبې هيوادنو حمايت يافته افغان حکومت د مزاکراتو عمل کښې شاملو دپاره د نړوال فشار باجود افغان طالب مشرانو د کابل نيغ په نيغه د خبرو اترو وړانديز مسترد کړيدې

افغان طالب وسلوالو د سعودې عرب لخوا افغان دولت امن مزاکراتو کښې شاملو هواهش مسترد کړيد او سعودې عرب او امريکې نه ئې غوښتنه کړيده چي روانه مياشت ټاکلې شوې خبرو اترو ځې دے بدل کړې شې او دغه مزاکرات دې قطر کښې اوکړې شې۔

له دې مزاکراتو مقصد افغانستان کښې روان اوولس کالو راهسې روان جنګ ختمول او دے لړ کښې افغان طالب مشرانو او امريکې خصوصې استازې زلمې خليل زاد ترمينځ د غير ملکې فوځونو وتل او کال دوه زره نورلسم کښې ممکنه جنګ بندې بحث کښې راوستل دې۔

د ميډيا رپوټونو ترمخه د مغريبې هيوادنو حمايت يافته افغان حکومت د مزاکراتو عمل کښې شاملو دپاره د نړوال فشار باجود افغان طالب مشرانو د کابل نيغ په نيغه د خبرو اترو وړانديز مسترد کړيدې۔

د ميډيا رپوټون کښې دا هم ويلې شويدې چې افغانستان کښې استوګن يو سنئير طالب مشر ويلې دې چې راتلونکې هفته د سعودې عرب سر ښار رياض کښې د امريکائې چارواکو سره مزاکرات کول و او تيره مياشت ابوظهبې کښې نيمګرې امن مزاکرات هم مخ په وړاندې بوتلل و۔

طالب مشر ويلې دې چې د سعودې عرب او اماراتو چارواکې غواړې چې افغان طالبان د افغانستان حکومت وفد سره ليده کاته اوکړې، کوم چې دوې دپاره ډيره ګرانه دۀ نو ځکه طالبانو رياض کښې د ملاقات نه انکار کړيدې۔

رپورټ زياته وې چې دغه طالب مشر ويلې دې چې نو ځکه افغان طالبان د مزاکراتو ځې بدلولو سره دغه امن مزاکرات قطر کښې کول غواړې۔ د ميډيا رپوټونو کښې دا هم ويلې شويدې چې طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له دې خبرې تصديق کړيدې چې له دوې تنظيم سعودې عرب کښې ملاقات نه کوې ولې دوې د ملاقات نوې ځې په حقله څه قسمه معلومات نه دې ورکړې۔

افغانستان کښې د امريکې سفارت خاني پدې اړه راۓ ورکولو نه انکار کړيدې، ميډيا رپوټونه زياته وې چې يو بل سنئير طالب مشر ويلې دې چې د دوې تنظيم سعودې عرب حکومت باندې څرګنده کړېده چې د طالبان دې مقام باندې افغان حکومت سره مزاکرات ناممکنه دې۔

Show More

Related Articles