افغانستان کښي طالبانو حملو کښي يويشت سکيورټي اهلکار وژلے شوي

طالبانو د دي ټولو حملو ذمه واري قبوله کړے ده۔

شمالي او مغربي افغانستان کښې د طالبانو حملو کښې د سکيورټي فورسز يويشت اهلکار وژلے شوي دي۔

د امريکے خبري ادارے اے پي اے تر مخه د مغربي صوبے بادغيس ګورنر د ترجمان جمشيد شهابي وئيلي دي چي د ترهه ګرو حملو کښي د سکيورټي فورسز چيک پوسټونه په نښه کړے شوے وو کوم کښې چي شپږ اهلکار وژلے شوے دي۔

د شمالي بغلان صوبے د کونسل غړي شمس الحق بارکزئي وئيلي دي چي د طالبانو په حمله کښي اووه مقامي پوليس اهلکار وژلے شوے دي۔

بلخواه د شمالي صوبے تخار کونسل رکن روح الله روفي وينا ده چي صوبه کښي اته پوليس واله قتل کړے شوے۔

زريعو دا هم وئيلي دي چي د ترهه ګرو په حملو کښي د سکيورتې فورسز دريويشت اهلکار هم ژوبل شوے دي۔

طالبانو د دي ټولو حملو ذمه واري قبوله کړے ده۔

 

Show More

Related Articles