غواړو چې افغانستان کښې د ټاکنو نه وړاندې د طالبانو سره معاهده وشي: زلمے خليل زاد

طالبان په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته تيار نه دې ولې چې هغوي وائې چې په داسې ډول به غوښتلې منل ګرانې شي

د افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريکا خصوصي نمائنده زلمے خليل زاد ويلي چې په افغانستان کښې به د جولايۍ د ټاکنو څخه وړاندي د طالبانو سره د امن معاهدې هڅه کوو ولې چې طالبان هم د انتخابي عمل برخه جوړه شي۔

د امريکا سرښارواشنګټن کښې د يو ايس انسټي ټيوټ اف پيس نه د وينا په مهال زلمے خليل زاد وويل چې ” د طالبانو سره د خبرو اترو وړومبې وار روان دې او د يو اوږد سفر په آغاز کښې تراوسه دوۀ درې ګامونه پورته شوي دي”

ده وويل چې طالبان په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته تيار نه دې ولې چې هغوي وائې چې په داسې ډول به غوښتلې منل ګرانې شي۔

زلمے خليل زاد په خپلو خبرو کښې وويل ” مونږ په افغانستان کښې د جنګ ختمولو لپاره د امن معاهده غواړو او دا چې سږنې کال په افغانستان کښې د امن کال ګرځيدل پکار دي۔

له دې ترڅنګ هغه د افغان طالبان سره د مذاکرات په هڅو د پاکستان د مثبت کردار ستائنه کړې او ويلي ئي دي چې” د امريکا او طالبان ترمينځ په مذاکراتو کښې د پاکستان سهولت کاري ستايو خو ولې امريکا غواړي چې پاکستان دې لړ کښې نور هم خپل کردار ترسره کړي”

د افغان مفاهمتي عمل خصوصي نمائنده زلمے خليل زاد په خپلو خبرو کښې زياته کړه چې امريکا د پاکستان سره د اړيکو خواهش لري ولې چې د مفاهت په عمل کښې چې پاکستان کومه هڅه کړې هم د هغې په وجه پاکستان د يو مهم هيواد حيثيت اختيار کړې دې۔

Show More

Related Articles