افغان صدر طالبانو ته په افغانستان کښي د دفتر کهلاوهلو وړانديز کړے

زلمے خليل زاد تر مخه طالبان په فوري توګه جنګ بندېۍ ته تيار نه دي

د افغانستان صدر اشرف غني وئيلي دي چي طالبان د ملک په کوم ښار کښي هم دفتر کهلاوهل غواړي نو کهلاو دي کړي۔

بل خواه طالبانو د د صدر اشرف غني دا وړانديز مسترد کړے او غوښتنه ي کړے ده چي عالمي رورولي دوحا کښي  موجود د طالبانو دفتردي ومنلي شي۔

د ننګرهار صوبے د دورے کولو په وخت افغان صدر اشرف غني وئيلي دي چي افغانستان کښي اوږد ميعاده قلاري راوستل غواړي ۔

څرګنده دي وي چي تيره مياشت قطر کښي امريکے او افغان طالبانو د غړو ترمينځ خبرے شوے وي په کوم کښي چي دامريکے د افغانستان نه انخلا او د تيرو څو کلونو راهسي شروع جنګ د ختميدو په حواله هم خبرے اترے شوے وي او د امن مسودے باندي اتفاق هم شوے ووخو ولي بيا هم امن معاهدے ته حتمي شکل نه دي ورکړے شوے۔

کابل کښي څه تپو کښي په دے حواله خفګان هم شته چي افغان طالبان افغان حکومت سره خبرو اترو ته تيار نه دي ولي صرف امريکے سره مذاکرات کول غواړي۔

تيره مياشت هم افغان صدر اشرف غني طالبانو سره د خبرو اترو کولو وړانديز کړےوو کوم چي هغوي ګډاګي حکومت بللو سره مسترد کړے وو۔

امريکے سره امن مذاکراتو په حواله د طالبانو مشري کونکي رهنما شير محمد عباس ستنکزئي وئيلي دي چي طالبان به تر هغي پورے په جنګ بندي نه راضا کيږي تر څو چي ټول بهرملکي فوج د افغانستان نه نه وي ويستلے شوي۔

ياده دي وي چي افغانستان له پاره د امريکے خصوصي مرستيال زلمے خليل زادوئيلي دي چي طالبانو سره خبرے اترے په ړوبمے مرحله کښي دي او د دوي کوشش دي چي طالبانو سره د جولائي مياشتي مخکښي امن معاهده اوکړے شي۔

زلمے خليل زاد تر مخه طالبان په فوري توګه جنګ بندېۍ ته تيار نه دي ځکه چي دوي ګنړي چي افغانستان صدر اشرف غني ته به د جولائي مياشت کښي کيدونکي صدارتي ټاکنو کښې د اميدوار په هيڅ فائده ترلاسه شي۔

Show More

Related Articles