د امريکے خصوصي مرستيال زلمےخليل زاد د پاکستان په شمول د پنځه ملکونو په دوره روان شوے

زلمې خليل زاد د مشرق وسطه او يورپ دورې سرته رسولو ورسته بيرته واشنګټن ته رسيدلې و او اوس د نورو هيوادونو په دورو روان شويدې۔

 

افغانستان دپاره امريکې خصوصې استازې زلمے خليل زاد د پاکستان پشمول پنځه هيوادو په دوره راروان شويدے۔

امريکې خارجه چارو محکمې ترمخه زلمې خليل زاد به د بيلجيئم، جرمني، ترکې، قطر، افغانستان او پاکستان دوره کوې او دا چې دا دورې به د افغان امن عمل دپاره روانو هڅو برخه وې۔ خارجه محکمې ويلې دې چې زلمې خليل زاد به دے پنځه ملکونو دورې په مهال خپلو پلويانو سره صلاح مشورې کوې۔

ياده دے وې چې د امريکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ څو وارې افغانستان کښې روان اوږدي مودې راهسې جنګ ختمولو او خپل فوځ بيرته راوستلو اعلان کړېدې۔ او دغه لړ کښې زلمې خليل زاد افغان طالبانو سره مزاکرات او اتحادې ملکونو سره مشورې شروع کړې دې۔

زلمې خليل زاد د مشرق وسطه او يورپ دورې سرته رسولو ورسته بيرته واشنګټن ته رسيدلې و او اوس د نورو هيوادونو په دورو روان شويدې۔

زلمې خليل زاد په نزدې ورځو کښې طالبانو او امريکې ترمينځ د قطر سر ښار دوحه کښې د شپږو ورځو راهسې مزاکراتو برخه پاتې شوي وه او هغه طالبانو سره د امريکې خصوصي نمائينده په توګه مزاکراتو کړې و۔

Show More

Related Articles