‘افغان طالبان او امريکائې چاروائې په ځني معاملاتو معاهده کړې‘

د نړي والي خبري اداري ترمخه مذاکراتو په حقله ډلو په مثبت اړخ د تلو پريکړه کړي

د قطر سر ښار دوحه کښي روان خبرو اترو کښي د امريکي او افغان طالبانو تر مينځ په ځني معاملو معاهده شويده۔

افغان ميډيا دعوي کړے ده چي د شوي معاهدي تفصيل د ميډيائې ادارو نه پټ ساتل شويدې۔څرګنده دي وي چي د طالبانو او امريکي تر مينځ د امن مزاکراتو  په حقله د خبرو پنځم پړاو په دوحه کښي کيږي د کومې  په اړه  افغان ميډيا دعوي کړي ده چي د دواړو ډلو ترمينځ په شوي خبرو لا تر اوسه څه نه شي وئيلي۔

د امريکې او افغان طالبانو تر مينځ دوحه کښي روان مذاکرات د څه ورځو د دمې نه پس بيرته شروع شوي وو او د خبرو دا دور د فرورۍ د پنځويشتمي نيټي نه روان دي، د جمعے په ورځ په دغه مذاکرات کښي د يوي ورځي دمه شوي وه۔

د نړي والي خبري اداري ترمخه مذاکراتو په حقله ډلو په مثبت اړخ د تلو پريکړه کړي خو ولي دي سره اختلافي بيانات هم مخي ته راغلي دي۔په قطر کښي روانو مذاکراتو بنيادي مقصد افغانستان کښي د اتلس کالو راهسي د جاري جنګ ختمولو له پاره يو تګ لاره ټاکل دي۔

د مذاکراتو په حواله د امريکي نشرياتي ادارے وائس آف امريکه د اعلي امريکائي دفاعي افسر حوالے سره وئيلي دي چي خبري اتري مخ په وړاندي رواني دي خو په مينځ کښي څه خنډان هم شته دے۔د اعلي امريکي افسر ترمخه په مذاکراتو کښي شاملي ډلي هم د دغي خنډانو هوارولو کوشش کوي۔

د طالبانو ترجمان ذبيح مجاهد د جمعي په ورځ جاري شوي يو بيان کښي وئيلي دي چي د مذاکراتو ګدون والو سره د دوي  غړو ته د دي خبري باور ورکړي شوي چي  ملک به د ترهه ګرۍ مرکز نه شې  جوړولي او افغانستان نه به ټول بهر ملکي فوځ په ويستلو به توجه ورکولي

Show More

Related Articles