بلاول بهټو زردارې نواز شريف سره کوټ لکهپت جيل کښې ملاقات کړې

بلاول بهټو زردارې له لورې تيره هفته دۀ پنجاب داخله محکمي ته درخواست ورکړې وو

د پاکستان پيپلز پارټې چئيرمين بلاول بهتو زردارې کوټ لکهپت جيل کښې د پخوانې وزيراعظم نواز شريف سره ملاقات کړيدې۔ بلاول بهټو زردارې د خپل وفد سره نواز شريف سره ملاقات دپاره کوټ لکهپت جيل ته رسيدلې دې، په دے مهال د جيل ګير چاپيره سيمه کښې د سيکورټې سخت ګامونه پورته کړي شويدې۔

د بلاول بهټو زردارې سره قمر زمان کائره، جميل سومرو، مصطفي کهوکهر، علې قاسم ګيلاني او سيد حسن مرتضي شامل دې، د پيپلز پارټې چئيرمين به د پخوانې وزيراعظم د صحت په حقله پوښتنه کوې۔

څرګنده دے وې چي د بلاول بهټو زردارې له لورې تيره هفته دۀ پنجاب داخله محکمي ته درخواست ورکړې وو کوم کښې چې د نواز شريف سره جيل کښې د ملاقات کولو اجازت طلب کړي شوي وو۔

Show More

Related Articles