‘افغانستان نه بهر ملکي فوځ په ويستلو صلاح راغلي‘

قطر کښي د افغان طالبانو او امريکے ترمينځ د خبرو اترو پنځم دور سرته رسيدلے دي

قطر کښي د افغان طالبانو او امريکي ترمينځ د خبرو اترو پنځم دور سرته رسيدلي دي په کوم کښي چي دواړه ډلې د بهر ملکي فوج په ويستلو صلاح شوي۔

دوحه کښي افغان طالبان لخواه ټاکلي شوي غړو او د افغان امن عمل له پاره د امريکې خصوصي نمائنده زلمے خليل زاد ترمينځ د خبرو اترو پنځم دور شوي په کوم کښي چي دوانړه ډلي په دوه نکاتو اتفاق کړي دي۔د اوږدو خبرو اترو روسته افغانستان نه د غير ملکي فوج د ويستلو او د ترهه ګرې د مخنيوي په نکاتو صلاح راغلې ده۔

د زلمے خليل وينا ده چي دوحه کښي افغان طالبانو سره د خبرو اترو دور مکمل شوي، قلاري له پاره په شرطونو کښي هم ښه والي راغلې دي او اوس ښکاره ده چي دوانړه ډلي د جنګ ختميدل غواړي۔

د سفارتي زريعو تر مخه په مسودے د ډلو لخواه دستخطي له تر دې دمه نه دې شوې۔بلخواه د طالبان ترجمان ويلي دي چي دوانړه ډلي به اوس خپل خپل مشران  خبرولو سره د راتلونکي ملاقات کولو تيارې وي۔

ياده دي وي چي د افغان طالبان او د امريکي ترمينځ شوي مذاکراتو نه اوسه پوري افغان حکومت لري ساتل شوي دي، ځکه چي افغان طالبان حکومت سره خبرو کولو ته رضا نه دي۔

ولي د امريکي چارواکو ويلي دي چي ختمي لاس ليک روسته به افغان طالبانو له افغان حکومت سره خبري کول وي او په باضابطه توګه به د جنګ بندې اعلان کولې شي۔

دے نه وړاندې د روان کال په اوويشتمي جنورۍ دوحه کښي افغان طالبان او امريکي ترمينځ په شوي مذاکرات کښي اتلس مياشتو کښي دننه د افغانستان نه د فوج د ويستلو فيصله شوي وه۔او په دے خبره هم صلاح راغلي وه چي د جنګ بندي له پاره شيډول به راتلونکي څو ورځو کښي ټاکلې شي او جنګ بندې روسته به افغان حکومت سره نيغ په نيغ خبرے کولې شي۔

Show More

Related Articles