نيوزي لينډ: په جومات کښې د ډزو پيښۀ, يو کم پينځوست کسان مړه ګڼ شمير ژوبل

د نيوزي لينډ په کرائسټ ښار کښې د ترهه ګرو لخوا په جومات د ډزو حمله شوي چې له امله ئي يو کم پينځوست کسان مړه او يو شمير ژوبل شوي دي۔

د غير ملکي ميډيا ترمخه کرائسټ چرچ کښې په النور جومات د ډزو پيښه نن د جمعي په ورځ د نيوزي لينډ د وخت ترمخه ماسپښين څه کم دوۀ بجې هغه مهال رامخي ته شوي کله چې په جومات کښې د جمعي مونځ ادا کيدو چې دغه مهال وسله وال په لمونځ کونکو پرله پسي ډزو کړي دي۔

ذرائعي وائې چې په دغه جومات کښې د بنګله ديش کرکټ ټيم لوبغاړي هم د لمونځ لپاره ورغلي ؤ خو ولې هغوي په پيښه کښې بچ پاتي شوي دي۔

د غيرملکي ميډيا ټرمخه د پيښې ورسته مقامي پوليس بريد کونکې وسله وال په خپله ولقه کښې اخستې او د پلټنو لپاره ئې نامعلومه ځاي ته رسولې دې۔

د پيښې ورسته د نيوزي لينډ پوليس لخوا مقامي خلکو ته امر شوي چې هغوي بايد د جومات نه په ډډه پاتي شي او دا چې د کرائسټ چرچ په ښار کښې نور جوماتونو هم د خلکو نه خوشي کړې شوي دي او په هسپتالونو کښي ايمرجنسي لګولې شوي ده۔

بلخوا د پيښې نه پس د نيوزي لينډ وزيراعظم لخوا بيان شوي چې پکښې د پيښې په کلکه غندنه شوي او ويلي ئي دي چې د نن ورځ د نيوزي لينډ اولس لپاره د توري ورځ مناسبت لري۔

Show More

Related Articles