بيجنګ: سي پيک زمونږ د حوشحالۍ منصوبه ده،وزيراعظم

د چين کاميابي يو عظيم مثال دې، چين کښې د پائيدار معيشت او معاشرتي پرمختګ سره په کروړونو خلک معياري ژوند کوي

وزيراعظم عمران خان ويلي سي پيک زمونږ او د چين دواړو د حوشحالۍ منصوبه ده پاکستان قسمتي دې چې د چين سره په شريکه دغه منصوبه کښې کار کوي۔

وزيراعظم عمران خان په دويم بيلټ اينډ روډ ګول ميز سيشن کښې ګډون کړې چرته چې نړيوال کنونشن سينټرته په ورتګ چيني صدر شي جن پنګ د عمران خان هرکلے کړے دے۔

ګول ميز ته خپله وينا کښې وزيراعظم عمران خان ويلي صدر شي جن پنګ او د هغوي د حکومت په ښه ميزبانۍ کولو له دوي منندويه يم او عوامي جمهوريه چين په اوويا يمه کليزه امبارکي ورکوم۔

عمران خان وويل په جديد دور کښې د چين کاميابي يو عظيم مثال دې، چين کښې د پائيدار معيشت او معاشرتي پرمختګ سره په کروړونو خلک معياري ژوند کوي دغه ټوله د چين عظيم قيادت او د اولس د سخت محنت نتيجه ده۔

د وزيراعظم د وينا ترمخه صدر شي جن پنګ هغوي ته د بيلټ اينډ روډ وژن وکړې له دې په ذريعه به اړيکي نوري مضبوطي شي او دا چې د بيلټ اينډ روډ وژن سره ټول خنډان لري او اولس به يوبل ته نزدې شي۔

هغه وويل چې پاکستان يو قسمتي هيواد دې ځکه چې مونږ د چين شرکت دار يو او اقتصادي راهداري زمونږ د حوشحالۍ منصوبه ده۔

وزيراعظم زياته کړه چې سي پيک د بيلا بيلو منصوبو مجموعه ده په کومه کښې چې د سړکونو پشمول ريل، توانائي او نورې منصوبے شامل دي ، مونږ هائي ويز، ريل روډز جديد جوړول غواړو، پاور پلائنټس، بندرګاه او خصوصي اقتصادي زونونه جوړول غواړو ، ګوارد بندرګاه د سنکيانک نه د چيني توکي راوړلو يوۀ لنډه لاره ده۔

Show More

Related Articles