امريکي، چين او روس افغانستان نه د باهر ملکي ځواکونو انخلا باندې اتفاق کړي

ماسکو کښې د امريکې، روس او چين دوه ورځني سه فريقي مذاکرات پائي ته رسيدلي دي۔ غونډې اعلاميې ترمخه درې واړه فريقينوافغانستان کښې د جنګ بندې ملاټر کړېدې او په طالبانو غږ شوېدي چې کابل انتظاميې سره دې په فوري توګه خبرې اترې شورو کړي۔
مذاکراتو کښې افغانستان لپاره د روس استازي ضميرکابلوف،افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکني استازي زلمي خليل زاد او د چين خارجه وزارت اهلکار دېن کشون ګډون کړېدے۔
خبرو اترو دوه ورځي دوام لرلو چې پکښې افغانستان کښې تل پاتي امن ،استحکام او د سيمې سکورټې په چارو د خيالاتو بدلون شوېدے۔
د مذاکراتو وروستو جاري شوي اعلاميه کښې ويلي شويدي چې د افغانستان د حاکميت او خپلواکۍ احترام کوو او دا هيواد به د خپل پرمختګ لاره په خپله ټاکي۔
اعلاميې ترمخه درې واړه فريقينو د افغان طالبانو نه غوښتننه کړې چې په فوري توګه دې کابل انتظاميې اود افغانانو سرپرست نمائندګانو سره د خبرو اترو عمل پيل کړي۔
دغه رنګ افغانستان کښې ميشته بهرملکي ترهه ګر ډلو خلاف د کارروائيانو لپاره د افغان دولت د کوششونو د ملاټر اعلان هم شوېدے۔
درې واړو ملکونوافغان دولت او طالبانو نه مطالبه کړېده چې افغانستان کښې د نشي موادو د مخنيوي لپاره دې هلې ځلې وکړي۔دغه رنګ درې واړو فريقينو افغان سولې عمل پرمختګ لپاره د بهرملکي فوجيانو په انخلا هم اتفاق کړېدے۔

Show More

Related Articles