افغان اولس مشر هيواد جيلونو کښې قيد يو سل پنځه اويا جنګيالو خوشي کولو اعلان کړي

افغان اولس مشر ډاکټر اشرف غنې طالبانو سره د روغي جوړي په غرض د هيواد مختلفو جيلونو کښې قيد يو سل پنځه اويا جنګيالو خوشي کولو اعلان کړيدې

افغان اولس مشر ډاکټر اشرف غنې طالبانو سره د روغي جوړي په غرض د هيواد مختلفو جيلونو کښې قيد يو سل پنځه اويا جنګيالو خوشي کولو اعلان کړيدې۔

کابل کښې د مشاورتې جرګې پائي غونډي ته خپله وينا کښې اولس مشر اشرف غنې ويلې دې چې د مشاورتي جرګي په وړانديز دولت جنګ بندي دپاره هم تيار دي خو چي دا جنګ بندي يو اړخيزه نه وي۔

اولسمشر يو وارې بيا په طالبانو غږ کړې چې وسله دې وغورځوي او د مذاکراتو لار دې خپله کړي،د هغه وينا وه چې جنګونه اولس لپاره مصيبتونه او تکليفونه راوړي غواړو چې په هيواد کښې نوره وينه تويه نه شي۔
اشرف غني زياته کړه چې د جرګې مشرانو په وړانديز او د روژې مبارکې مياشتې په احترام کښې د يوسل پنځه اويا طالبانو د خوشي کولو اعلان کوم۔
افغان اولسمشر افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريکې د کوششونو هرکلې وکړو او ئي ويل چي افغانستان کښې سولې راوستل د صدر ډونلډ ټرمپ د پاليسۍ مهمه برخه ده۔
دا مشاورتي جرګه د ګل په ورځ شورو شوي وه چې پکښې درې زره دوه سوه کسانو ګډون کړي وو د دې جرګې مقصد طالبانو سره مذاکراتو لپاره تګ لاره ټاکل وو۔

 

 

Show More

Related Articles