“امريکا د طالبانو څخه د وسلې غورځولو د غوښتنې په ځاې خپله د طاقت استعمال پريږدي”

افغان طالبانو د افغان امن عمل لپاره د امريکا خصوصي نمائنده زلمے خليل زاد د وسلې غورځولو اپيل رد کولو سره ويلي امريکا بايد د طالبانو څخه د وسلې غورځولو د غوښتنې په ځاې خپله د طاقت استعمال پريږدي۔

د غير ملکي ميډيا ترمخه زلمے خليل زاد خپل د ټوئټر په پيغام کښې ويلې چې هغوي د مذاکراتو په وړومبۍ پړاؤ کښې طالبان له دې خبر کړې ؤ چې د دوي خپل افغانان وروڼه د جنګ خاتمه غواړي۔

هغه په خپل ټويټ کښې ويلي دا د وسلې غورځولو، د انتها خوښۍ پريښودلو او د امن راوستلو وخت دې د کومې په ځواب کښې د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه ته ځوابي ټويټ کړے دے۔

ذبيح الله مجاهد د ټوئيټر د لارې په خپل پيغام کښې ويلي زلمے خليل زاد بايد زمونږ د وسلي غورځولو فکر پريږدي بايد هغۀ د داسې خوبونو ليدو په ځاې ا مريکا د طاقت استعمال ختمول او د کابل انتظاميې د شوي مالي او ځاني زيان ذمه واري قبوله کړي۔

ذبيح الله مجاهد ويلي امريکا د بيلا بيلو نتيجو توقعو لرولو لپاره بايد نور په ناکامه تګلاره ولاړ نه شي بلکې ښه به دا وې چې د امريکا نمائنده د پاکو خبرو کولو هڅه وکړې او موجوده حقيقت تسليم کړي۔

ياده دي وي چي د زلمے خليل زاد او افغان طالبانو ترمينځ په قطر کښې د مذاکراتو شپږم پړاؤ دوام لري۔

څرګنده دي وي چې څو ورځي وړاندې افغان صدر اشرف غني د افغان طالبانو سره د مفاهمت په نظر د ملک د بيلا بيلو جيلونو څخه شاوخوا د يوسل پينځه اوويا جنګياليو خوشي کولو اعلان سره ويلي ؤ چې افغان رياست د جنګ بندې لپاره تيار دې خو ولې دا جنګ دې دواړه پله بند کړې شي۔

Show More

Related Articles