زلمې خليل زاد: عمران خان او اشرف غنې ترمينځ د رابطے هرکلي کوو

افغان اولسمشر تيره ورځ عمران خان ته ټيلي فون کړي وو او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو او افغانستان په صورتحال باندې تفصېلې خبرې کړي وے

افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکې خصوصې استازي زلمي خليل زاد د افغان اولس مشر اشرف غني او زيراعظم عمران خان ترمينځه ټيلي فوني رابطے هرکلي کړے او دواړو هيوادونو نه ئې غوښتنه کړي چې د افغانستان سولې عمل لپاره دې رښتيني هڅي وکړي۔

افغان اولسمشر تيره ورځ عمران خان ته ټيلي فون کړي وو او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو او افغانستان په صورتحال باندې تفصېلې خبرې کړي وے۔
د ټوئيټر د لاري خپل پيغام کښې زلمي خليل زاد لکي دي چي د وزير اعظم عمران خان او د افغان اولسمشر اشرف غني ترمينځه د ټيلي فون د لارې د ستائيني وړ دې او موړ ئي هرکلي کوو۔
د هغه وينا وه چې د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمينځه رابطه باندې ډير خوشحاله يو او دا چې دواړه مشران په دې متفق دي چې افغانستان کښې امن په ځائي شي او سيمه په اقتصادي لحاظ پرمختګ وکړي۔

خليل زاد د دواړو ملکونو د مشرانو دا قسمه رابطے افغان امن او استحکام لپاره ضروري ګرځولي دي۔ياده دې وي چې افغان اولسمشر اشرف غني تيره ورځ وزيراعظم عمران خان ته ټيلي فون کړي وو او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا او افغانستان په موجوده صورتحال خبري کړي وے۔
خبرو دوران وزيراعظم عمران خان وئيلي وو چې افغانستان سره اړيکو ته خصوصي اهميت ورکوو او غواړو چې دواړه هيوادونه امن پرځي کولو، اقتصادي پرمختګ او سيمه يزو اړيکو کښې اضافے لپاره خپل کردار وو لوبه وې۔عمران خان افغان اولسمشر له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړي کومه چې هغه قبوله کړېده۔

Show More

Related Articles