‘طالبانو سره د امن معاهدي غير متوقع نتيجي هم رامخي ته کيدلي شي‘

د امريکي څارني اداري کانګريس ته استولې شوي دري ماشتنې رپورټ کښې ويلي دي چي افغان طالبانو سره د امن معاهدي غير متوقع او غير منظمي نتيجي رابرسيره کيدلي شې

د امريکي څارني اداري کانګريس ته استولې شوي دري ماشتنې رپورټ کښې ويلي دي چي افغان طالبانو سره د امن معاهدي غير متوقع او غير منظمي نتيجي رابرسيره کيدلي شې۔

افغانستان دپاره خصوصې انسپکټر جنرل (ايس آئي جي اے آر) د افغانستان بيا وداني په اړه کانګريس ته وړاندې کړي شوي دري مياشتني رپورټ کښې ويلي دي چې امن معاهدي سره به جنګ ختم شي ولي اوږد مهاله نتيجي به ئي مخي ته رانشې۔

رپورټ کښې ويلي شويدي چې که چيرته د طالبانو مشران، افغانستان کښې حکومت سره خبرو اترو ته په خوله شې او که چيرته د مزاکراتو په نتيجه کښې څه امن معاهده وو شي نو افغانستان کښې د تيرو څلورو لسيزو راهسي روان جنګ او امريکي ټولو نه اوږد مهاله جنګ ختميدل به ممکن شې۔

رپورټ کښې دا هم لکي شويدي چې دا نه دا معلومه چې امن به څه رنګ خوش بخته وي، او د ناقابل يقين نتيجي ئي هم رامخي ته کيدلي شې۔ د امريکي اداري خپل رپورټ کښې د امن معاهدي ورسته د اته څيزونو منصوبه بندي باندې ډېر زور راوړلي دې، کوم کښې چې سيکورټې، سول پاليسي، اقتصادي پرمختګ، انسداد منشيات، خزو حقونه، د پخوانو جنګيالو بيرته بحالې او د هغوئي څارنه شامله ده۔

رپورټ کښې خبر داري ورکړې شويدي چې د معاهدي ورسته داسي انديښني د مستحکم افغانستان مشترکه مقصدونو ترلاسه کولو باندې اثر انداز کيدلي شې، کوم چي د قانون حکمراني احترام اوکړي او د خپل هيواد ګاونډي ملکونو سره امن پر ځي کړې۔

د خبري اداري اے ايف پي رپورټ ترمخه تيره ورځ د روژې په شروع کيدو امريکي د طالبانو ترمينځ امن مزاکرات اودرولي شويدي کوم کښې چې د دوارو ډلو د باهر ملکي فوځونو افغانستان نه وستلو په مهمه ستنځه باندې خبري کولې ۔

د طالبانو سياسي وياند سهيل شاهين ويلي دي چې د روژي ړومبئ ورځي له عمله مزاکراتو کښې يوه ورځ دمه کړي شويده او نن نه به خبري اتري بيرته شروع کېږې۔ ده ويلي دي چې د طالبانو د سيکورټې ضمانت په بدله کښې د غير ملکي فوځيانو د انخلا په وخت په اړه مزاکراتو کښي ستنځي رامنځ ته شوي وي۔

Show More

Related Articles