افغانستان کښي طالبانو بريدونو کښي څليرشت فوجي مړه او يو شمير ژوبل شويدي

د فوج درنه نفري رسيدو پورے طالبانو د سيکيورټي فورسز په دوه چيک پوسټونو قبضه کړي وه

افغانستان صوبے بادغيس کښي د وسحله والو لښکر په سيکيورټي چيک پوسټونو بريدونه کړي چي په کښي څليريشت فوځيان مړه او يو شمير ژوبل شوي دي۔

د بهر ملکي خبري ادارے وينا ده چي د حملو په ځواب کښي يو شمير وران کاري هم وژلي شوي دي خو ولي د فوج درنه نفري رسيدو پورے طالبانو د سيکيورټي فورسز په دوه چيک پوسټونو قبضه کړي وه۔

بلخوا افغان چارواکو په حملو کښي د فوجيانو د مړينے پخلي کړي او وئيلي دي چي د جمعے په سحر په سونو شر خوښو د بره ضلع مرغاب  جار آسيانے سيمه کښې په سيکيورټي چوکو حمله کړي ده۔

د چارواکو ترمخه حملو کښي لاسي بمونه او درنه وسحله استعمال شوي ده د کومے په نتيجه کښي چي څليريشت اهلکار په موقع مړه  ولي يو شمير ژوبل شوي دي ۔

د چارواکو وينا ده چي ژوبل په سمدستي توګه هسپتال ته منتقل کړي شوي په کوم کښي چي د يولس حالت مرګوني ښودلے کيږي۔

Show More

Related Articles