پاک افغان پولې سره نزدې ډرون بريد، پنځه کسان مړه

رپوټونه وائي چې ډرون بريد د افغانستان پکتيکا صوبي لمن سيمه شويده چرته چې يو کور په ميزائلو وشتل شويدے او په نتيجه کښې ئي پنځه مبينه وسلوال وژل شويدې

پاک افغان پولې سره نزدې افغانستان حدودو کښې ډرون بريد کښې د کلعدم تنظيم پنځه کسان وژل شويدي۔ ميډيا رپوټونو ترمخه دغه ډرون بريد د شپې په وخت شمالې وزيرستان سره لګيدلي د افغانستان لمن سيمه کښې شويده۔

رپوټونه وائي چې ډرون بريد د افغانستان پکتيکا صوبي لمن سيمه شويده چرته چې يو کور په ميزائلو وشتل شويدے او په نتيجه کښې ئي پنځه مبينه وسلوال وژل شويدې۔

زريعي وائي چې دے ډرون حمله کښې د کلعدم تحريک طالبان پاکستان(ټي ټې پي) حافظ ګل بهادر ګروپ په نښه کړي شويدې۔ څرګنده دے وې چې تير کال دسمبر مياشت کښې امريکائي ډرون بريد کښې د طالبانو مهم کمانډر ملا عبدالمننان وژل کيدو اطلاعات مخي ته راغلې وو۔

 

 

Show More

Related Articles