کانګريس افغان سولې عمل کښې برخه اغستونکې طالبانو ته د سفري اخراجاتو ورکولو غوښتنه مسترد کړيده

بهرملکي خبري ادارو ترمخه پينټاګان افغان طالبانوته سفري اخراجات ادا کول غواړي ولي کانګرس دغه اخراجات جاري کولو نه انکار کړېدے

د امريکې دفاع وزارت د کانګرس نه غوښتنه کړے چې افغان سولي عمل کښې برخه اخستونکي طالبانو ته دي سفري اخراجات ورکړي شي ولي کانګرس دغه مطالبه مسترد کړيده۔
بهرملکي خبري ادارو ترمخه پينټاګان افغان طالبانوته سفري اخراجات ادا کول غواړي ولي کانګرس دغه اخراجات جاري کولو نه انکار کړېدے۔
خبري ادارو د ډيموکريټک پارټۍ غړي پيټرويسکلوسکي په حواله وئيلي دي چې چې پينټاګان دغه غوښتنه کانګرس ته د کال دوه زره شلم لپاره د بجټ منظورولو درخواست کښې کړې وه۔
د هغه وينا وه چې وزارت دفاع غوښتل چې امريکې سره مذاکرات کونکي طالبانو ته سفري اخراجاتو ادا کړي ولي کيپټل هل کميټۍ دا مطالبه مسترد کړېده۔
پيټرويسکلو زياته کړه چې کميټۍ پينټاګان ته څرګنده کړېده چې دوي د ترهه ګرو د رهائش او د دوي د خوراک څښاک اخراجات نه شي کور کولے او هم دغه وجه ده دا درخواست مسترد کړي شوېدے۔

Show More

Related Articles