هلمند : د نيټو فضائي حمله کښې اوولس افغان پوليس وژل شوي

د افغانستان په هلمند صوبه کښې د اتحادي پوځ په فضائي بريد کښې اوولس پوليس اهلکار وژل شوي دي۔

د افغانستان صوبائي کونسل مشر عطاءالله افغان د بريد پخلې کولو سره ويلي چې اتحادي پوځ هغه مهال فضائي بريد کړې کله چې افغان پوليس د طالبانو سره په نخښته کښې بوخت وو۔

د عطا الله افغان ترمخه د اتحادي پوځيانو په حمله کښې اوولس پوليس اهلکار مړۀ ولي څوارلس نور ژوبل شوي دي۔

د صوبائي ګورنر وياند په وينا ناټو ځواکونو دغه بريد د هلمند صوبې په قندهار هائي وے نهر سراج سيمه کښې کړے دے۔

بلخوا د افغان د داخله چارو وزارت چارواکو او د هلمند صوبے ګورنر محمد ياسين ويلي د فضائي حملې په اړه پلټنې رواني دي خو ولي طالبانو په خپل بيان کښې د حملې پړۀ په امريکائي ځواکونو وراړولې ده۔

Show More

Related Articles