کابل، جمات کښي چاودنه کښي مذهبي سکالر مړ او شپاړس ژوبل شويدي

په جمات کښي چاودنه تقريبا شل منټه د پاسه يوه بجه شوي د کومے چي له تراوسه پورے چه هم ذمه واري نه ده قبوله کړي

د افغانستان سر ښار کابل کښي په جمات کښي د جمعي مونځ په وخت چاودنه کښي امام مړ او شپاړس کسان ژوبل شوي دي۔

د بهر ملکي خبري ادارے اے ايف پي ترمخه د کابل التقویٰ جمات کښي د چاودني وجه نه ده معلومه شوي چرته چي مولوي سميع الله ريحان امام وو۔

په جمات کښي چاودنه تقريبا شل منټه د پاسه يوه بجه شوي د کومے چي له تراوسه پورے چه هم ذمه واري نه ده قبوله کړي۔

افغان داخله وزارت ترجمان نصرت رحيمي وئيلي دي چي د بده مرغه په چاودنه کښي مولوي سميع الله ريحان شهيد او شپاړس نور کسان ژوبل شوي دي۔

د پوليس ترجمان فردوس فرامرز د امام سميع الله د مړينے پخلي کړي او وئيلي دي چي د چاودني پحقله پلټني رواني دي۔

څرګنده دي وي چي امام سميع الله ريحان مشهور مذهبي سکالر وو کوم به چي په مقامي ټي وي د مذهبي پروګرامونو کښي اکثره راغوښتلے کيدو۔

ياده دي وي چي افغانستان د ډيرے مودے راهسي د بدامني ښکار دے او د روزانه په بنياد د افغانستان د سر ښار په شمول بيلا بيلوصوبو کښي چاودني او حملے کيږي په کوم کښي چي بهرملکي فوځونو په شمول مقامي سيکيورټي فورسز اهلکار په نښه کيږي۔ ک

Show More

Related Articles