زلمې خليل زاد اسلام اباد په دوره رارسيدلي دے

دامريکي خارجه محکمي لخوا جاري شوي بيان ترمخه دافغان امنعمل لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ خصوصي استازې ددوه هفتو په امن مشن روان شويدې

افغانستان لپاره د امريکي خصوصي استازې زلمي خليل زاد په امن مشن وتلي ، زلمي خليل زاد به دوحه کښي دامريکي او طالبانو ترمئينځه دامن خبرو عمل مخ په وړاندي بوزي ، کابل کښي به افغان قيادت او سياسي مشرانو سره د افغانستان امن عمل په حواله ملاقاتونه کوي او نن د اسلام آباد په دوره رارسيدلي دي۔
دامريکي خارجه محکمي لخوا جاري شوي بيان ترمخه دافغان امنعمل لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ خصوصي استازې ددوه هفتو په امن مشن روان شويدې۔
زلمي خليل زاد به د افغانستان پشمول د پاکستان، بيلجيم ، جرمني، قطر، او متحده عرب امارات دورې کوي
د امريکي خارجه محکمي مطابق زلمي خليل زاد به دوحه کښي طالبانو سره دامن مذاکراتو تيرعمل مخ په وړاندي بوځي۔
د امريکي خصوصي نمائينده به اسلام آباد نه د خپلي کثير ملکي دورو پيل کړيدے او وروستو به کابل کښي افغان قيادت سره صلاح مشوره کوي ، خليل زاد به د اولسمشر اشرف غني،افغان دولت اعلي چارواکو او نورو سياسي مشرانو سره د افغان امن عمل په اړه ليده کاته کوي۔
دسټيټ ډيپارټمينټ بيان کښې زياته کړې شويده چي خليل زاد به د ټولو فريقينو حوصله آفزائي کوي چه دافغانانو ترمئينځه د مزاکراتو لپاره کار اوکړي کوم چه د ختمي امن لوظنامي باعث ګرځيدي شي۔

زريعو ترمخه زلمې خليل زاد به وزارت خارجه کښې پاک امريکي دوه اړخيزه مشاورتي غونډه کښې ګډون کوي، چرته چي به سيمه يزي سلامتي او دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو باندي غور کولې۔

زريعي دا هم وائي چي د امريکي وفد به اعلي سول عسکري چارواکو ته ملاقاتونه کوي او دے نه علاوه زلمي خيليل زاد به سيکرټري خارجه سهيل محمود سره ليده کاته کوي۔

Show More

Related Articles