پيښور او روس سرکاري ميوزيم ترمينځ معاهده لاس ليک شوي

د پيښور عجائب ګر او د روس سټيټ ميوزيم اورئينټل آرټ ترمينځ معاهده شوي چي ترمخه به ئي دواره هيوادونه آثار قديمه باندي څيړنه کښې يو بل سره مرسته کوې

د پيښور عجائب ګر او د روس سټيټ ميوزيم اورئينټل آرټ ترمينځ معاهده شوي چي ترمخه به ئي دواره هيوادونه آثار قديمه باندي څيړنه کښې يو بل سره مرسته کوې۔

دے لړ کښې نن د سنئير وزير آرکيالوجي عاطف خان او ډي جي ريشين سټيټ ميوزيم ترمينځ په باقاعده توګه معاهده لاس ليک شويده، په دے محال صوبائي وزير ويلي دي چي خيبر پښتونخوا کښې د زرګونو کالو پخوانې د بدھ مت آثار موجود دي او دے معاهدي سره به دا آثار محفوظه کولو او دے ته ترقي ورکولو کښې ډيره مرسته ترلاسه شي۔

ده اويل چي دواره هيوادونه به دے څانګه کښې د يو بل تجربو نه ګټي ترلاسه کوي او يو بل ته به د مرستي لاس ورکوي۔

د روس ډي جي ريشنين سټيټ ميوزيم ويلي دي چي پاکستان کښې د زرګونو کالو پخوانې اثار موجود دي او دے لړ کښې به د روس حکومت پاکستان سره مرسته کوې۔ ده اويل چي روس کښې هم بدھ مت ډېر منونکي موجود دي څوک چي بدھ مت آثار ليدو ډيره خواهشمند دي۔

Show More

Related Articles