ايم کيو ايم باني الطاف حسين لندن نه ګرفتار

د سکاټ لينډ يارډ شمالي لندن دے چهاپه کښې پنځلس پوليس آفسرانو برخه اغستي وه او اوس د الطاف حسين کور کښې لټون عمليات روان دي

 متحده قومې مومنټ (ايم کيو ايم) بانې الطاف حسين لندن کښې پوليسو ګرفتار کړے دے۔ اسکاټ لينډ يارډ نن سحر وختي د ايم کيو ايم باني په کور باندي چهاپه اچولي وه د کومي ورسته چي مقامي تهاني ته منتقل کړے شويدے۔

د سکاټ لينډ يارډ شمالي لندن دے چهاپه کښې پنځلس پوليس آفسرانو برخه اغستي وه او اوس د الطاف حسين کور کښې لټون عمليات روان دي۔

د سکاټ لينډ يارډ ټيم د ايم کيو ايم سيکرټريټ ته هم رسيدلي دے او هلته موجود ريکارډ کتنه کوي۔

د ايم کيو ايم باني ګرفتاري په ممکنه توګه کال دوه زره شپاړلس کښې د نفرت نه ډک تقرير باندي شويده، ياده دے وي چي الطاف حسين په دوه ويشت اګست کال دوه زره شپاړلس کښې د لندن نه د ټيلي فون د لاري خطاف کړے وو کوم کښې چي ئي د رياست پرضد خبري کړے وي او دے لړ کښې تحقيقاتو دپاره د سکاټ لينډ يارډ يو ټيم پاکستان ته راغلي وو۔

د ايم کيو ايم باني د تقرير پرضد مختلف مقدمات عدالتونو کښي اوريدنه روانه ده کوم کښې چي فاروق ستار پشمول نور يو شمير مشران نامزد دي۔

 

 

Show More

Related Articles