افغان نائب خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات کړے دي

 ملاقات کښې دواړو هيوادونو ترمينځه دوه اړخيزه چارو ته وده ورکولو او د قيادت ترمينځه اعلى کچ په رابطو ساتلو اتفاق شوېدې

افغان نائب وزير خارجه ادريس زمان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي سره اسلام اباد کښې ليده کاته کړي دي۔

ملاقات کښې دواړو هيوادونو ترمينځه دوه اړخيزه چارو ته وده ورکولو او د قيادت ترمينځه اعلى کچ په رابطو ساتلو اتفاق شوېدې۔
افغان نائب خارجه وزير ادريس زمان دا وخت د اعلى پائې وفد سره د پاکستان په دوره دې او دواړو هيوادونو مشترکه جائزې غونډه کښې ګډون کوى ، خارجه وزير شاه محمود قريشى سره خارجه وزارت کښې ليده کاته کړيدى۔
په ملاقات کښې دوه اړه خيزه اړيکو ، افغان امن عمل پشمول د شريکې دلچسپې په نورو چارو تفصيلى خبرې اترې شويدى۔
خارجه وزير شاه محمود قريشى د پاک افغان امن او استحکام مشترکه حکمت عملى فورم نور ښه کولو او موثر جوړولو باندې زور راوړې دې۔
شاه محمود قريشى زياته کړه چې پاکستان به افغان امن عمل پشمول په منطقه کښې د قيام امن لپاره هڅي دوام داري ساتلي شي۔

Show More

Related Articles