سعودي عرب: هوائي اډے باندې ‘حوثې باغيانو ميزائل‘ بريد کښې يو شمير کسان ژوبل

د سعودي اتحاد وياند کرنل ترکي المالکي ترمخه د حوثي باغيانو لخوا نن سحر د بها په هوائي ډګر ميزائل داغل شوې چې له امله ئي شپږويشت کسان ژوبل شوي دي

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارو ويلي د ملک په مغربي ښارکښي د ابها په هوائي اډه د حوثي باغيانو په حمله کښې ګڼ شمير ملکي وګړي ژوبل شوي دي۔

د سعودي اتحاد وياند کرنل ترکي المالکي ترمخه د حوثي باغيانو لخوا نن سحر د بها په هوائي ډګر ميزائل داغل شوې چې له امله ئي شپږويشت کسان ژوبل شوي دي۔

هغه ويلي په حمله کښې د د درې زنانؤ پشمول دوۀ ماشومان هم ژوبل شوي چې پکښې د يوې زنانه تعلق د يمن، هند او د بلې تعلق سعودي عرب سره ښودل شوي د علاج لپاره هسپتال ته رسولې شوي دي۔

د پوځي په وينا د حملې له وجي د هوائي ډګر ودانۍ ته هم زيان رسيدلې خو ولي بلخوا حوثي باغيانو ادعا کړې چې د ميزائل حملې نه پس په ائيرپورټ فضائي آپريشن ځنډول شوے دے۔

څرګنده وي دي دا د تيرو څو هفتو په مهال د حوثي باغيانو لخوا په هوائي ډګر دويمه حمله ده له دې وړاندې د مئ په دريمه هفته کښې هم د حوثي باغيانو لخوا د سعودي عرب په نجران ائيرپورټ باندې د وسلې په ډپو په نخښه شوې ؤ۔

Show More

Related Articles