د قطر امير پاکستان ته دوري نيټه بدله کړے شويده

د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثانې پاکستان ته دوه ورځنې دوري شيډول بدل کړے شويدې، اوس امير قطر په ويشتم جون باندي اسلام اباد ته رارسې

د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثانې پاکستان ته دوه ورځنې دوري شيډول بدل کړے شويدې، اوس امير قطر په ويشتم جون باندي اسلام اباد ته رارسې۔

د خارجه دفتر ذرائعو ترمخه د امير قطر شيخ تميم بن حمد الثاني دوره پاکستان شيډول بدل کړې شوي او اوس به امير قطر روانه مياشت د خيالي په ورځ پاکستان ته رارسي چرته چي به وزيراعظم عمران خان په ائير پورټ د دروند ميلمه هرکلي کوي۔

امير قطر ته به وزيراعظم هاوس کښې ګارډ آف آنر وړاندي کولي شي، وروستو به د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات نه پس د دواړه هيوادونو اعلي سطحي وفود مذاکرات کيږي، دے مهال به د پاکستان او قطر ترمينځه د مفاهمت په ياداشتونو او لوظنامو لاس ليک کيږي، وزيراعظم به د قطري مليمانو په اعزاز کښې عشائيه هم ورکوي۔
سفارتي ذرائعي وائي چي د امير قطر دورې په موقع پاکستان کښې دوه ويشت اربه ډالره سرمايه کاري امکان دې۔
زريعي زياتوي چي د شيخ تميم بن حمد الثاني سرمايه کاري کانفرنس کښې هم د ګډون امکان دې، قطري امير به ايوان صدر کښې صدر مملکت عارف علوي سره ليده کاته کوي،صدر مملکت به امير قطر ته دپاکستان د ټولو لوئے سول اعزاز هم ورکوي او ايوان صدر کښې به امير قطر په اعزاز کښې ظهرانه هم ورکولي شي۔

Show More

Related Articles