دوحه کښې افغان طالب وسلوالو او امريکائي چارواکو مزاکرات ځنډولي شوي

طالب وسلوالو وياند ذبيح الله مجاهد ترمخه نن د جمعي په ورځ د رخصي له وجي د مزاکراتو عمل ځنډولې شويدې

قطر کښي د افغان طالبانو او امريکائي چارواکو ترمئينځه روان امن مزاکرات ځنډولي شويدې۔ زريعي وائي چي دوحه کښې امن مزاکرات د افغانستان څخه د باهر ملکي فوځونو د وستلو په معامله د اخلافاتو له امله تر دوه ورځو لپاره ځنډولې شويدې۔

بلخوا طالب وسلوالو وياند ذبيح الله مجاهد ترمخه نن د جمعي په ورځ د رخصي له وجي د مزاکراتو عمل ځنډولې شويدې۔

د طالبانو ترجمان زبيح الله مجاهد لخوا د سماجي رابطو ويب پانړي  ټوئيټرورکړي شوي لنډ بيان کښي وئيلي شوي چه انشاالله سبا د خالي په ورځ به خبري له سره بيا پيل شي۔

ځني ميډيا رپورټس ترمخه دوحه کښي د طالبانو دفتر چارواکي اصرار کوي چه په ډيرو معاملاتو امريکائي واکمنو سره موافقه شوي ولي افغانستان څخه دبهرملکي فوځونود انخلا ټائم فريم په معامله اختلافات شتون لري۔
د يادوني وړده چي د طالبانواوامريکائي واکمنو ترمئينځه د مزاکرات اووم دور په نهه ويشتم جون پيل شوي وو ،د تاکلي شوي شيډول مطابق دامزاکرات نن هم دجاري پاتي کيدو پريکړه شوي وه۔

Show More

Related Articles