دوحه کښې د طالبان او افغان حکومت ترمينځ تر اته ساعته مذاکرات شوي

د قطر سرښاردوحه کښې  په افغانستان کښې د اتلس کالو راهسې روان جنګ ختمولو په اړه د طالبانو او امريکا د مذاکرات ورسته طالبانو تيره ورځ د  افغان حکومت، عامي ټولنې او نورو وفودونو سره تر اته ساعته مذاکرات کړي دي۔

تيره ورځ شوي مذاکرات کښې د دواړو ډلو ترمينځ په ممکنه جنګ بندۍ خبري شوي کومې چې به نن هم په شروع کيدونکي مذاکرات کښې کيږي چې به پکښې د زنانؤ او اقليتود مستقبل په اړه خبري کيږي۔

دا مذاکرات د امريکا او طالبان سره د شوي ناستي ورسته کيږي چې پکښې دواړه پله ډلې د امن قيام لپاره پرمختګ غواړي۔

د طالبان او امريکا مذاکرات د نن او پرون شوي د افغان چارواکو د ناستي سره تر دوۀ ورځي ځنډلي کومه چې به د سبا نه بيا پيل کيږي ۔

څرګنده دي وي چې له دې وړاندې په فرورۍ او مئ کښې هم د افغان حکومت غړو او طالبانو ترمينځ مذاکرات شوي دي۔

Show More

Related Articles