سپيني ماڼۍ د عمران خان د دورې پخلې نه دې کړې: امريکائي خارجه محکمه

ډاکټر فيصلي ويلي دي چي موږ د امريکائي چارواکو سره رابطه کښې يو او په روايتي توګه به باضابطه اعلان په مناسب وخت باندي کولې شې

د امريکي خارجه محکمي ويلي دي چي د عمران خان د امريکي دوري په اړه وائټ هاوس د لوري تصديق نه دې شوي۔ د امريکي سټيټ ډپارټمنټ وياندي مورګن آرټګس د پريس بريفنګ په مهال په يوې پوښتنې د عمران خان د دوري په اړه ځواب ورکړے دے۔

د هفته يز بريفنګ په مهال چي کله دوي نه پوښتنه اوکړي شوه چي پاکستاني ليډر عمران خان د رواني مياشتي په آخره کښې امريکي ته راځي، په دے اړه د ملاقات څه شيډول تاسو موږ ته راکولې شې؟

دے باندي مورګن آرټګس خبريالانو ته جواب ورکړو چي زما د معلوماتو ترمخه وائټ هاوس له دې دورے تصديق نه دې کړې، ما هم هغه رپورټس لوستلي دي کوم چي تاسو سره دې۔

دوي اويل چي له دې دورې تصديق يا ترديد په اړه به وائټ هاوس سره رابطه کوم ولي د خارجه محکمي د لوري دا مهال څه اعلان نه شم کولې۔

بل لوري ته د پاکستان خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فيصل دې اړه خپل ټوئيټر پيغام کښې ليکلي دي چي د ګنګوسو نه دې  ډډه اوکړے شې۔ ډاکټر فيصلي ويلي دي چي موږ د امريکائي چارواکو سره رابطه کښې يو او په روايتي توګه به باضابطه اعلان په مناسب وخت باندي کولې شې۔

ياده دې وي چي د رواني مياشتي په څلورمه نيټه د خارجه دفتر ترجمان د وزيراعظم عمران خان د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ سره په دوه ويشتمه جولائي د ملاقات تصديق کړي وو۔

هفته يز بريفنګ په مهال دوي ويلي وو چي د امريکي صدر په بلنه باندي د وزيراعظم عمران خان د واشنګټن دوره کوي۔

ډاکټر فيصل دا هم ويلي وو چي دوره کښې به دواړو هيوادونو اړيکي نوري هم غوره کولو ته پام کولي شي او دے نه وزيراعظم به امريکائي صدر ټرمپ مهم ملاقات کوي۔

Show More

Related Articles