ننګرهار : واده په دستوره کښې د ځانمردګي بريد پيښه، شپږ کسان مړه ګڼ شمير ژوبل

بريد هغه مهال ځان په بارودي موادو الوځولې کله چې په واده کښې د کډون لپاره خپل خپلوان د واده ځاې ته روان ؤ

د افغانستان په ننګرهار صوبه کښې د وادۀ په مراسمو د ځانمردګي بريد چاودنې پيښه رامخي ته شوي چې پکښې پينځه کسان مړۀ او څلويښت ژوبل شوي دي۔

د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼي ترمخه نن سحر د قامي مشر ملک تور د وراره د وادۀ په مراسمو کښې د ګڼې ګوڼې په مهال يو ماشوم ځانمرګي بريد کړې چې پکښې د ملک تور پشمول پينځه کسان مړه او څلويښت ژوبل شوي دي۔

وياند وايي بريدګر هغه مهال ځان په بارودي موادو الوځولې کله چې په واده کښې د کډون لپاره خپل خپلوان د واده ځاې ته روان ؤ۔

هغه ويلي په پيښه کښې ژوبل شوي کسان د پچيراګام او چپرهار هسپتال ته منتقل شوي دي چرته چې د هغوئ علاج روان دې۔

د خوږياڼې په وينا په ژوبل شوو کسان د ځينو حالت مرګونې ښودل شوي نو ځکه ښائي چې د مړه په شميره کښې اضافه رامخي ته شي۔

Show More

Related Articles