کابل پوهنتون سره نزدې چاودنه کښې اته کسان مړۀ، درې ديرش ژوبل

د چاودني له وجې د پوهنتون سره نزدې ولاړ دوۀ ګاډو ته اور هم لګيدلې او دا چې د چاودني په وخت ګن شمير د پوهتنون زده کونکي بهر موجود وو

د افغانستان سرښار کابل پوليس وايي  کابل پوهنتون ته نزدې چاودنه شوې چې پکښې اته کسان مړۀ او د ديرشو نه سيوا ژوبل شوي دي۔

د افغان د داخله چارو وزارت ويلي نن د جمعي په ورځ سحر اووۀ نيمې بجې پوليس ډسټرکټ تهري کښې کابل پوهنتون ته څيرمه يوۀ زورۀ وره چاودنه شوي چې پکښې اته کسان مړه او ګن شمير ژوبل شوي دي۔

د عيني شاهدينو ترمخه د چاودني له وجې د پوهنتون سره نزدې ولاړ دوۀ ګاډو ته اور هم لګيدلې او دا چې د چاودني په وخت ګن شمير د پوهتنون زده کونکي بهر موجود وو۔

د کابل پوليس ترمخه ځانمرګي بريد کونکي موټر د بارودي موادو نه ډک کړې ؤ او د کابل پوهنتون دروازې ته مخامخ يې بريد کړې دې۔

بلخوا د پيښې ورسته مړۀ او ژوبل کسان هسپتال ته وړل شوي چرته چې د افغان صحت وزارت هم په چاودنه کښې د اته کسانو د وژل کيدو پخلې کړې او ويلي يې دې چې د مړؤ په شمير کښې د اضافې انديښنه ښودل شوي ده۔

Show More

Related Articles