افغان اولس مشر امريکائي صدر په څرګندونو سخت غبرګون ښکاره کړي

وزيراعظم عمران خان سره ملاقات په وخت امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چي افغان جنګ يوه هفته کښې ګټلي شو ولي نه غواړو چي لس ملين افغانانو وينه توي شې

افغان اولس مشر د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په څرګندونو سخت ردعمل ښودلي دے او ويلي دي چي غير ملکي قوتونو له د افغانستان د قسمت فيصله کولو اجازه نه ورکوو۔

څرګنده دے وي چي تيره ورځ وزيراعظم عمران خان سره ملاقات په وخت امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چي افغان جنګ يوه هفته کښې ګټلي شو ولي نه غواړو چي لس ملين افغانانو وينه توي شې۔

د صدارتي ماڼي له لوري جاري شوي بيان کښې د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د بيان په اړه وضاحت غوښتلي شويدے۔

 

بيان کښې ويلي شويدي چي افغانستان خپل زوړ تاريخ لري او تير وختونو کښې هم د لوئي لوئي بحرانونو نه تير وتلے دے ولي افغانان به هيڅ يو باهرني قوت له دا اختيار ور نکړي چي زموږ د قسمتونو فيصلي دي اوکړي۔

صدارتي بيان ترمخه امريکي سره د شراکت داري په باهمي دلچسپي او احترام باندي مشتمل ده او د سولي راوستلو کښې امريکائي هڅو ملاتړ کوؤ خو دا خبره نه شو زغملي چي د افغانستان په اړه دي فيصلي د بهر ملکونو مشران وکړي۔

Show More

Related Articles