د ټولي نړي حاجيان د منیٰ په لور روان شويدي

سعودي عرب کښې د حج مبارک فريضه سرته رسولو دپاره د ټولي نړې په لاکهونو حج کونکي د مکي مکرمي نه منیٰ  ته تګ پيل شويدي، چرته چي به د دنيا ټولو نه لويه د خيمو کلي اباديږې۔

روان کال دوه ويشت لاکه نه سيوا عازمين د حج مبارکه فريضه ادا کوې کوم کښې چي ټولو نه سيوا شميره د انډونيشيا د حاجيانو او په دويم نمبر باندي پاکستان دې۔

سخکال د انډونيشيا نه دوه نيم لکه او پاکستان نه دوه لاکه عازمين د حج فريضه ادا کوې۔

په اتم ذوالحج د عازمين حج د مکي مکرمي نه منیٰ  ته تګ شروع شويدي، مني کښې د قيام ورسته به حاجيان سبا په نهمه ذي الحج د عرفات ميدان ميدان ته روانيږي او حج ټولو نه لوئي رکن وقوف عرفه ادا کوي او په دے ورځ د سحر لمونځ ورسته به غلاف کعبه بدلولي شې۔

هر کال د وقوف عرفه په ورځ د کعبي زوړ غلاف لري کولو سره نوې غلاف اچول کيږې۔

روان کال به فرزندان اسلام پرله پسي دري ورځو پوري خطبي اوري، ړومبئ خطبه نن د جمعي وي، دويمه به د خالي په ورځ د حج وي او دريمه به د اتوار په ورځ باندي د لوئي اختر اورولي شې۔

د وقوف عرفه پرمهال به نمره جومات کښې خطبه اورولي کيږې د کومي ورسته به د ماسپخين او مازيګر مونځ يو ځي ادا کولي شې۔

Show More

Related Articles