شاه محمود قريشي : چين سيکورټي کونسل کښې د پاکستان د ملاتړ اعلان کړې

جمو وکشمير ستونزه د ملګرو ملتونو د قرار دادونو په رڼا کښې ځل کولو پکار دي، چين غواړي په دې ستونزه پرامنه پاتي شي

د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چين به د مقبوضه کشمير په معامله سيکورټي کونسل کښې د پاکستان ملاتړ کوي۔

شاه محمود قريشي دا خبرې چين کښې د خپل هم منصب وانګ ژي سره د ملاقات نه پس خبريالانو ته کړي او ويلي يي دي پاکستان د هند پورته کړي شوي ګام په ضد سيکورټي کونسل ته د تلو فيصله کړې او چين به د پاکستان ملاتړ کوي۔

هغه وويل چين نن يو ځل بيا ښکاره کړه چې هغه د پاکستان ملګرے دے، د چين په ملګرتيا چې څومره هم وياړ وکړو کم به وي۔

شاه محمود قريشي وويل د چين خارجه وزير د پاکستان د دريځ تائيد کړې او په دې خبره يي اتفاق کړې چې هند يو طرفه ګام اخيستې دې له دې سره به د مقبوضه جمو وکمشير په هيئت کښي بدلون راشي چې له وجي يي په خطه کښې امن او استحکام ته خطره ورپيښدلې شي۔

د خارجه وزير په خبره چيني خارجه وزير د پاکستان سره په دې هم اتفاق کړې چې د جمو وکشمير ستونزه د ملګرو ملتونو د قرار دادونو په رڼا کښې ځل کولو پکار دي، چين غواړي په دې ستونزه پرامنه پاتي شي چې په کړکيچ کښې نور سيوا والې رامخي ته نه شي۔

څرګنده دي وي چې د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قريشي دا مهال د چين په هنګامي دوره تلې چرته چې هغه نن د کشمير په ستونزه د چيني خارجه وزير سره ليده کاته کړي دي۔

Show More

Related Articles