په لکونو مسلمان نن د حج رکن اعظم وقوف عرفه ادا کوي

د مازيګر نه تر ماښام په مينځ کښې حجاج کرام د خدائ په دربار کښې په بړق برق ژړا کوي او دعاګانې غواړي

د نړۍ له کوټ کوټ نه د حج فريضې ادا کولو له مکې مکرمې ته ورغلي په لکونو مسلمان به نن د خالي په ورځ نهمه ذوالحجه د حج رکن اعظم وقوف عرفه ادا کوي۔

د جمعې په ورځ ټول عازمين مني ته رسيدلي او هلته يي شپه تيره کړې او نن به د سحر له لمونځ ورسته د حج رکن اعظم وقوف عرفه ادا کولو لپاره د عرفات ميدان ته رسيږي چرته چې به نمره جومات کښې د حج خطبه اوريدو نه پس د ماسپښين او مازيګر لمونځ يوځاې ادا کوي۔

له دې ترڅنګ نن به د سحر لمانځه ورسته د کعبي غلاف بدولوې شي او دا د دعا هغه ساعت دې چې شوي دعا پکښې د خدائ په دربار کښې قبوله کيږې نو د مازيګر نه تر ماښام په مينځ کښې حجاج کرام د خدائ په دربار کښې په بړق برق ژړا کوي او دعاګانې غواړي۔

د لمر پريوتو سره سمدست د عرفات ميدان پريښود حکم شوې نو ځکه به حجاج کرام د عرفات ميدان سره خوا کښې د مذدلفه مخه کوي او هلته به د شيطان ويشتلو لپاره کاڼي ټولوي او د شين آسمان لاندي به شپه تيروي او دا چې په مذدلفه کښې به د ماښام او ماسخوتن لمانځ يوځاې ادا کيږي۔

د شين آسمان لاندي شپه تيرويدو نه پس د سحر لمونځ کولو سره يو ځل بيا مني ته رسيږي چرته چې به شيطان په کاڼو ويشتل شي او د قربانۍ کولو سره به حجاج کرام سرونو خريي او احرام به پرانيزي۔

همدا شان په يولسم ذوالحجه د دريو واړو شيطانان په کاڼو ويشتلو حکم شوې او د دولسم ذوالحجه په آخرۍ ورځ به هم شيطان په کاڼو ويشتل شي له کومې نه پس چې به حجاج کرام بيرته مکې ته ورځي۔

په ډاګه دي وي چې په لسم، يولسم او دولسم ذوالحجه مني کښې قيام کول د حج لازمي رکن دې په دې مهال د زيات طواف لپاره حجاج کرامه بايد مکه مکرمه کښې مسجد الحرام ته لاړ شي۔

Show More

Related Articles