حج خطبه: ‘خه اخلاق او غوره سلوک د نن د نړي ضرورت دے‘

سعودي عرب کښې د حج فريضه ادا کولو دپاره په لاکهونو حاجيان د مني نه ميدان عرفات کښي راغونډ شويدي، دوي نمره جومات کښي د حج خطبه اورولي ده

 امام الشيخ محمد بن حسن آل الشيخ د حج خطبي پرمهال د مسلمانانو پام د قرآن پاک تعليماتو ته راګرځولو سره ويلي دي چي د خلاصي لار صرف د الله رسي مضبوطي سره نيولو کښې ده۔

سعودي عرب کښې د حج فريضه ادا کولو دپاره په لاکهونو حاجيان د مني نه ميدان عرفات کښي راغونډ شويدي، دوي نمره جومات کښي د حج خطبه اورولي ده۔

امام کعبه الشيخ محمد بن حسن آل الشيخ خطبه کښې ويلي دي چي قران پاک کښې ويلي شويدي چي د الله تعالي رسي مضبوطي سره وو نسي ، او الله پاک ارشاد دے چي بيلي بيلي لاري مه اختياروي۔

د الله پاک رسولﷺ حديث بيانولو سره د کعبي امام اويل‘ چي مسلمانانو که چيرته وس لري نو خپل ژوند کښې يو واري حج ضرور اوکړي‘۔

دوي وړاندي ويلي دي چي بے شکه الله تعالي هر څيز باندي قادر دے، الله ډير رحمت او مغفرت والا دے، او دغه خداي دے چي د اسمان نه اوبه راوروې۔

امام کعبه د حج خطبه کښې اويل چي ‘ د الله تعالي خبره کښې کله هم بدلون نه راځي۔‘

مفتي اعظم اويل چي ‘ الله انسانان او جنات د خپل عبادت دپاره پيدا کړيدې، الله تعالي توحيد او وحدانيت د مضبوطي سره وو نسي۔‘

دوي وړاندي اويل چي څومره آسماني کتابونه نازل شويدي په هغي کښې د ژوند لاره ښودل شوي، الله پاک قرآن کښې فرمائي چي د نن ورځ باندي موږ دين مکمل کړے دې۔‘

امام کعبه اويل چي قران کښې ويلي شوي دي چي چه ايمان راوړي، هغوي دپاره د نيکي سرچشمه به ثابيتيږې۔

Show More

Related Articles