د هند هائي کمشنر اجے بساريه پاکستان نه خپل هيواد ته روان شويدې

قامي سلامتيا کميټي غونډه کښې د فيصلي ورسته پاکستان په باضابطه توګه د هندوستان هائي کمشنر اجے بساريه ته د ملک پريخودو امر کړے وو

پاکستان لخوا د ملک پريخودو امر ورسته د هندوستان هائي کمشنر اجے بساريه د ابوظهبي د لاري بهارت ته روان شويدې۔ د مقبوضه کشمير ځانګړي حيثيت ختمولو ورسته پاکستان د هند سره تجارتي هلي ځلي ځنډولو او سفارتي اړيکي محدود ساتلو پريکړه کړېده۔

قامي سلامتيا کميټي غونډه کښې د فيصلي ورسته پاکستان په باضابطه توګه د هندوستان هائي کمشنر اجے بساريه ته د ملک پريخودو امر کړے وو۔

زريعي وائي چي د بهارت هائي کمشنر اجے بساريه پاکستان پريخودي دي او د اسلام اباد نه د متحده عرب امارات ښار ابوظهبي دپاره روان شويدې چرته نه چي به بهارت ته رسې۔

Show More

Related Articles