سعودي بادشاه پاکستان افغانستان اړيکي نوري غوره کولو دپاره کردار لوبو وړانديز ورکړي

فغان اولسمشر اشرف غني تيره ورځ د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز سره ملاقات کړي وو

د سعودي عرب بادشاه شاه سلمان د پاکستان او افغانستان ترمينځه اړيکو مظبوطيا دپاره خپل کردار لوبولو  وړانديز کړېدے، سعودي فرمانرواه دا تجويز افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات پرمهال ورکړېدې.

کابل کښې صدارتي دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې افغان اولسمشر اشرف غني تيره ورځ د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز سره ملاقات کړي وو.

ملاقات په مهال د دواړو ملکونو ترمينځه اړيکو په پراختيا، ترهه ګرۍ پرضد روان جنګ او د منتقي په روان صورتحال د خبرو بدلون شويدي. شاه سلمان په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د بريدونو عندنه کړي او وئيلي ئي دي چې د ترهه ګرۍ د ناسور خاتمولو لپاره به سعودي عرب د افغانستان ملاتړ روان ساتي۔

خبرو په مهال د سعودي عرب فرمانروا د سيمې امن او استحکام لپاره د افغانستان او پاکستان ښه اړيکو هيله څرګند کړي او په دواړو ملکونو ئې زور راوړيدے چې دې لړ کښې په ګډه کار وکړي سعودي عرب هم دې برخه کښې هر قسمه مرستو له تيار دے.دغه رنګ شاه سلمان د افغان مفاهمتي عمل د ملاټر اعلان هم کړېدے۔

Show More

Related Articles