پاکستان د هند صدر فضائي حدود استعمال نه منع کړے دي

د کشمير کښې ظلم روان دي، موږ د صبر او زغم څرګندونه کړېده او ډېر په محتاط ډول مو شخړه پورته کړې ولي هندوستان خپل دريز کښې بدلون نه راولي

پاکستان د هندوستان صدر د لوري فضائي حدود استعمالولو خواست مسترد کړے دي۔ ميډيا سره خبرو کښې خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي بهارت د تيرو څلور ديرش ورځو راهسي کشميريان د بنيادي سهولتونو نه محرومه ساتلي دي۔

خارجه وزير وئيلي دي چي د کشمير کښې ظلم روان دي، موږ د صبر او زغم څرګندونه کړېده او ډېر په محتاط ډول مو شخړه پورته کړې ولي هندوستان خپل دريز کښې بدلون نه راولي۔

شاه محمود قريشي دا هم اوئيل چي د هندوستان صدر آئس لينډ ته تلو دپاره پاکستانې فضائي حدودو د استعمالو اجازه غوښتلي وه ولي مقبوضه کشمير کښې روان صورتحال کښې د هند قيادت ته د پاکستان فضائي حدودو استعمال اجازت نه شو ورکولې۔

دوي اوئيل چي د هندوستان جنونيت ته کتلو سره پاکستان دا پريکړه کړېده، او وزيراعظم عمران خان له دے فيصلي منظوري ورکړېده۔

Show More

Related Articles